ایکناخبری اژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ، په همداوروستیو کې دعراق په ذی قار ولایت کې د لرغون پيژندنې مهم اکتشافات شوي دي ، چې یوې ئې د بابل پاچا دیوې ماڼۍ کشفیدل دي چې د دغه ولایت دمرکز ناصریه په لویدیځ کې کشف شوې ده .
همداراز ددغه ولایت په شمال کې یو لرغونی جومات چې اسلامی پړاؤ ته ورګرځي ، کشف شوی چې د اسلامی پړاؤ له لومړنیو وختونو سره اړونده حسابیږي .
دریم لرغونی اثر هم چې په همداوروستیو کې د انګریز لرغون پيژاندو پلټونکو ډلې (British explorers)په وسیله کشف شوی ، یو سومري معبد دی چې د ناصریه په شمال کې کشف شوی دی .
د عراق یو لرغون پيژاند احمد کاظم وائي ، د جومات په مینځ کې دقبلې په لور یو اته میټره اوږد او پنځه میټره پلَنّ محراب لیدل کیږي او جومات د شلو کسانو د ځاي کیدو ګنجایش لري چې دا ځاي ممکنه ده یو کلی وي او د جومات ګنجایش ئې تر شلو کسانو پورې وي ،ځکه چې جومات ئې د ښارونو او پلازمینو د سترو جوماتونو لکه د کوفې یا بصرې یا سامرا د جوماتونو په شان ستر نه دی .
د احمد کاظم په وینا ، دغه کشف، ل اسلامی پړاؤ سره اړونده لومړنی کشف نه دی ، ځکه چې په تیرو وختونو کې له اموي او عباسي پړاؤنو سره اړونده اکتشافات هم شوي دي . البته دې ځل په دې لیل چې له کشف شوو خټو څخه یو جوړ شوی جومات ، اهمیّت لري .